د هرات د غالب پوهنتون د محصلانو د فوټسال حذفي جام د «طب معالجوي» پوهنځي اتلولي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په هرات ولایت کې د غالب پوهنتون د محصلانو د فوتسال حذفي جام سیالۍ د «طب معالجوي» پوهنځي د محصلانو په اتلولي سره پای ته ورسېدې. په دې سیالیو کې د غالب پوهنتون اته ټیمونو ګډون کړی و، چې په پای کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي ټیم د نائبقهرماني مقام ترلاسه کړ.
د دې سیالیو د وروستي غونده چې د غالب پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، د هرات ولایت د فوتسال کمېټې مسؤل او یو شمېر ځانګړو مېلمنو په ګډون ترسره شول، غوره لوبغاړي وستایل شول.
دغه سیالۍ د غالب پوهنتون د کلتوري څانګې او رهبرۍ په ملاتړ ترسره شوې، چې د محصلانو ترمنځ د سپورټ پراختیا او و دې ته د دې ادارې ځانګړې پاملرنه څرګندوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یکشنبه، د لیندۍ ۴مه، ۱۴۰۳ هـــ. ل
د هرات د غالب پوهنتون د خبر او آرشیف مدیریت
د غالب پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د غالب پوهنتون د لړم میاشتې علمي شورا غونډه د یاد بنسټ د غړو په ګډون سره د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د غالب پوهنتون رئیس ډاکټر محمد طاهر تنزهای لومړی د لړم میاشتې راپور وړاندې کړ. وروسته یې د تېرې غونډې پرېکړې وڅېړلې او د هغوی د تطبیق له کچې یې خوښي څرګنده کړه. په دوام کې، اړوند مرستیالانو او د پوهنځیو رئیسانو د خپلو څانګو راپورونه وړاندې کړل. په پای کې، د غونډې د اجنډا مطابق، په شته موضوعاتو اړوند لازمې پرېکړې وشوې.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چهارشنبه، د لړم ۳۰مه، ۱۴۰۳ هـ.ل
د غالب پوهنتون د خبر او آرشیف مدیریت
گرامیداشت از روز ملی خبرنگار
27 حوت، مصادف است با روز ملی خبرنگار در کشور ما؛ از این روز، با اهدای یک جلد دفتر یادداشت سالانه، یک پیام تبریکی و یک شاخه گل، برای رسانههای تصویری، صوتی و نوشتاریِ در هرات، از سوی مدیریت ارتباطات پوهنتون غالبِ هرات، گرامیداشت به عمل آمد.
رسانهها، به عنوانِ روشنگرانِ اجتماعی، نقش مهمی در پیشرفت جامعهٔ ما به دوش دارند.
این پیامها توسط استاد لعلمحمد تیموری، کادر علمیِ دایمی و همکار ارتباطات پوهنتون غالبِ هرات، اهدا گردید.
غالب، امیدواراست با نزدیکشدن رسانهها و نهادهای اکادمیک، آگاهیهای قابل اعتماد به جامعه منتقل شود.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چهارشنبه، 27 حوت 1399
آمریت فرهنگی و آگاهی عامهٔ پوهنتون غالبِ هرات