د هرات د غالب پوهنتون له لوري د دولتي کارکوونکو لپاره د "بدلون او تحول مدیریت" د روزنیز سیمینار جوړېدل

د هرات د غالب پوهنتون له لوري د دولتي کارکوونکو لپاره د "بدلون او تحول مدیریت" د روزنیز سیمینار جوړېدل

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د هرات غالب پوهنتون د دولتي ادارو سره د همکارۍ د هوکړه‌لېک پر بنسټ، د "بدلون او تحول مدیریت" دوه ورځنې روزنیز سیمینار د لندۍ میاشتې په ۱۹مه او ۲۰مه نېټه د هرات ولایت د دولتي ادارو د ۳۵ کارکوونکو لپاره جوړ شو. 
دغه سیمینار په دې تمرکز درلود چې د ګډونوالو د مدیریت وړتیاوې پیاوړي کړي او د کاري بهیرونو په ښه‌والي کې مرسته وکړي.
دغه پروګرام د غالب پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د رئیس، استاد نجیب‌الله اسحاق‌زي، له لوري وړاندې شو، او ګډونوالو ته د بدلون او تحول مدیریت اصول او کارونې ور وپېژندل شوې. د سیمینار په اوږدو کې، ګډونوال په جلا جلا ګروپونو کې خپلې تجربې سره شریکې کړې او د بدلونونو په مدیریت کې د غوره لارو چارو په اړه خپلې تجربې یو له‌بل سره شریکې کړې، ترڅو د سازماني ستونزو د حل لپاره اغېزمنې لارې چارې پېډا کړي.
مولوي نبي‌زاده، چې د هرات ولایت د حقوقو ادارې مسلکي غړی دی، د دغه سیمینار د جوړېدو ستاینه وکړه او ویې ویل: "د سازماني پرمختګ د بدلون او تحول مدیریت، خلکو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو کې مرسته کوي." نوموړي د داسې روزنیزو پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې، عبدالاحمد هاشمي، چې د تورغونډۍ بندر د (استراس)ریاست د ظرفیت لوړولو مدیر او د یاد سیمینار گډونوال وو، وویل: "د هرات غالب پوهنتون له لوري د بدلون او تحول مدیریت سیمینار د کارکوونکو د مهارتونو لوړولو او پېاوړتیا لپاره ډېر اغېزناکه دی. او د دې پروګرام دوام کولای شي د دولتي ادارو فعالیتونه ښه کړي او د ننګونو پر وړاندې د هغوی وړتیا پياوړي کوي."
د سیمینار د پای په مراسمو کې، ګډونوالو ته تصدیق‌پاڼې ورکړل شوې. دغه مراسم د هرات غالب پوهنتون د عمومي سلاکار، پوهاند نجیب‌الله فریور، استاد نورحامد احمدي، د ښوونکو د مسلکي پرمختګ مرکز مشر او د دولتي ادارو د یوشمېر رئيسانو او کارکوونکو په ګډون ترسره شول.
د هرات د غالب پوهنتون د دغسې سیمینارونو په جوړولو سره د دولتي ادارو د کارکوونکو د مهارتونو د لوړولو په برخه کې مهم ګامونه اخیستي، ترڅو د دولتي خدماتو کیفیت ښه کړي او د خلکو د رضایت کچه لوړه کړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پنج‌شنبه، د ۱۴۰۳ ه. ل، د لنډۍ ۲۲مه نېټه
د غالب پوهنتون د خبر او ارشیف مدېریت